BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • شمس الدین

    بي‌بي‌سي تاجکستان کې د مسکو برید د یوه تورن تاجکستاني کلي ته ورغلې

    هغه څلور تاجکستانیان د یکشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شول چې مسکو ته څېرمه په کراکاس کنسرټونو تالار باندې شوي خونړي برید کې په لاس لرلو تورن دي. شمس الدین فریدوني، دلیردژون میرزایف، سید اکرمي مرادعلي رجب زاده او محمد صابر فایزوف په داسې حال کې محکمې ته وړاندې شول چې پر څېرو د سختې شکنجې نښې له ورایه ښکارېدې. په مسکو کې د جمعې ورځ په یاد ډله ییز برید کې چې مسوولیت یې داعش ډلې منلې، ۱۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

  • کابل

    ویډیو, کابل کې طالبانو له پاکستاني پلاوي سره پر ځینو مسلو هوکړه کړېموده, 9,47

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي،‌ کابل ته له تللي پاکستاني‌ پلاوي ‌سره دې هوکړې ته رسېدلي چې تورخم کې موټر چلوونکي له وېزې پرته پر کرښه تګ راتګ وکړي.

  • کرېکټ

    کلکتې لوبډلې د مجیب‌الرحمن پر ځای چې ټپي‌ دی الله محمد غضنفر اخیستی

    د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې پیاوړی سوکه توپ اچوونکی الله‌محمد غضنفر د ۲۰۲۴ کال ای‌پي‌اېل سیالو لپاره له کلکتې نایټ‌رایډرز لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

  • پاکستان

    شهباز شریف په قضائي چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې تورونو څېړلو لپاره کمیسیون ټاکي

    د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د اسلام اباد د عالي محکمې د قاضیانو له خوا په قضايي چارو کې د لاسوهنې د تورونو د څېړلو لپاره به یو کمېسیون جوړ کړي. د قانون وزير وويل، وزير اعظم، قاضي القضات ته ډاډمن کړی چې د هغه حکومت به د قضائیه قوې په خپلواکۍ هېڅ ډول جوړجاړی نه کوي.

  • قانع

    د طالبانو حکومت:‌ شپږ میاشتو کې مو له ۱۲۵۰۰ ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي

    د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وروستیو شپږو میاشتو کې په دغه هېواد کې د نږدې ۸ زره ۷۵۰ جرمي پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.‌ د دغه وزارت ویاند پنجشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې موده کې ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د جنايي پېښو او ۱۷۲ د اختطاف په تور نیولي دي. مفتي عبدالمتین قانع وویل په دې موده کې ۲۱ سړي ‌تښتوونکي وژل شوي او ۱۸ کسان له تښتوونکو ژغورل شوي دي.

  • غزه

    ملګري ملتونه: غزه کې قحطي جنګي جرم بلل کېدای شي‌

    له میاشتو میاشتو خبرداریو وروسته،‌ د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شوي رپوټ کې داسې شمېرې او شواهد په ډاګه شوي چې غزه کې بشري کړکېچ د انسانانو له خوا پر جوړې شوې قحطۍ بدلېدونکې ده. په دغه رپوټ‌ کې پر اسرائیلو فشار راوړل شوی چې د غزې ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره خپل قانوني مسوولیت تر سره کړي.‌ په رپوټ کې دا غوښتنه هم شوې،‌ چې بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې اړو خلکو ته ورسوي. د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم چارواکي ولکر ټورک له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل، اسرائیلو ته ډېره ملامتیا مخامخ ده او "د منلو وړ" داسې شواهد شته چې اسرائیل قحطي د غزې جګړه کې د وسلې په ډول کاروي.‌

  • رویټرز

    د امریکا اېلېنوی کې د چړې برید؛ ۴ کسان وژل شوي ۵ ټپيان دي

    د امریکا متحدو ایالتونو په اېلېنوی ایالت کې یوه سړي د چړې په وسیله برید کې لږترلږه ۴ کسان وژلي او ۵ نور ټپيات کړي دي. په ټپيانو کې د یوه تن روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.‌ د راکفورډ سیمې پولیس وايي‌ دا‌ پېښه پر یوه کور له برید وروسته شوې. پولیسو ویل‍ي‌ پر کور برید په فلورانس سړک شوی، خو کسان بېلابېلو سیمو کې په چړو وهل شوي دي.‌

  • افغانستان ښځې

    د کډوالو نړیوال سازمان: افغانستان کې ناوړه اقتصادي وضعیت ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي

    د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ګڼو افغانانو عاید یا کم شوی او یا هم له مینځه تللی دی. د دې سازمان په وینا په دغسې حالاتو کې زلزلو او له ګاونډي هېواد پاکستان نه په اجباري ډول د افغانانو ایستلو وضعیت لا پسې خراب کړی چې تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېدلی دی.

ځانګړي مطالب

  • .

    ویډیو, 'له ځغاستې ستړی شوی یم'موده, 1,06

    هوا ته پنډوسکي اچول او بیا نیول چې د جګلېنګ او جاګېنګ مرکب نوم لوبه ده، له لسیزو راهیسې روانه ده او په راتلونکې جولای میاشت کې د امریکا ویسکانسن ایالت کې د نړۍ اتلولي جوړېږي.

  • افغانستان

    افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو تړل د معلولینو پر ژوند څه اغېز لري؟

    د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیتونو د بندولو له کبله ډېری معلولیت لرونکي کسان د دغې ادارې د بیارغونې له چوپړونو بې برخې شوي دي. د بدن د مصنوعي غړو په ځانګړې توګه د مصنوعي پښو جوړول، د ړندو او کڼو لپاره ځانګړې روزنه، د ماشومانو د رواني ناروغیو درملنه او زدکړه، د نويو زیږېدلو ماشومانو ، چې په جسمي لحاظ نيمګړي (سوء شکل) ولري درملنه د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د دغې کمیټې له مهمو فعالیتونو وو.

  • المی او ورور یې

    د غزې ۱۲ کلنه یتیمه: د ورور په مرګ مې ځان ته هم مرګ وغوښت

    د ۱۲ کلنې المی ټولنه کورنۍ د اسرائیلو بمبارۍ کې ووژل شوه، یوازې المی له کنډوالو ژوندۍ راوایستل شوه. دا وايي پۍ‌خوری ورور یې په داسې حالت کې مړ وموند چې خپل ځان ته یې هم مرګ وغوښت.

  • غنم

    ډېره توده هوا میندواره مېرمنو ته تاوان رسوي، "پر نس ماشوم یې د مرګ خطر سره مخ کوي"

    په هند کې په یوه تازه څېړنه کې په ډاګه شوې چې په ډېره ګرمه هوا کې کار کوونکې میندواره مېرمنې دوه برابره ډېرې تر زېږون مخکې د ماشوم د مړينې او یا د حمل د ضایع کېدو له خطر سره مخ کېدلی شي. په دې تازه تحقیق کې همدا راز جوته شوې چې حامله ښځې تر هغه څو چنده ډېرو خطرونو سره مخامخ کېږي چې تر اوسه یې خلک تصور کولای شي.

  • ټکنالوژي

    د مصنوعي ځیرکتیا په مټ هغه سرطانونه تشخیص شول چې د ډاکټرانو له سترګو پټ پاتې شوي وو

    د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله، چې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې لخوا ازمول شوې په بریالیتوب سره په ۱۱ مېرمنو کې د سینې سرطان کوچنۍ نښې وموندلې، چې د ډاکټرانو له سترګو پټې پاتې شوې وې. دا وسیله، چې د میا په نوم یادیږي، د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې کلینیکونو په ګډه د ۱۰،۰۰۰ ښځو اېکسرې یا د تیونو کمپيوټري انځورونه واخیستل او مصنوي ځېرکتیا باندې یې وارزول.

نيمه نړۍ

افغانستان

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۲۹ مارچ ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي بي سي اورئ

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۲۸ مارچ ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, ستاسې غږ, ۱۵:۳۰, ۲۸ مارچ ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • راديويي څپې

    تازه خبرونه واورئ

    ځانګړې پاڼه

    ويډيویي رپوټونه او مرکې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    پښتونخوا

    نړۍ

    لوبې

    روغتیا

    اقتصاد

    ساینس او ټېکنالوژي

    هنر او ادب

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    ډېر لوستل شوي